د ۱۵ کلونو نه کم عمر ماشومانو سره جنسي عملونه کول تل جرم دی

د قانون له مخې د ۱۵ کلونو نه کم ماشوم هیڅکله په رضامندۍ سره یو جنسي عمل کې ګډون نشي کولی. پروا نه کوي چې بل تن هر څوک وي او که ماشوم ویلي یا څرګنده کړې هم وي چې جنسي عمل کول غواړي.

  یوه استثناء داده چې کله د تقریباً یو عمر کسان یانې همزولي په دوه طرفه خوښه او رضامندۍ سیکس وکړي، مثلاً د جوړې په رشته کې. که دا خبره واضحه وي چې دواړو په رضامندۍ یو بل سره سیکس کول غوښتل، نو هغه تن چې عمر یې د ۱۵کالو نه زیات وي به په جرم نه محکوم کېږي.

 یو داسې تن چې د ۱۵کالو نه کم عمر والا یو تن سره یې جنسي عملونه ترسره کړې وي حتی هغه حال کې هم په جرم محکوم کېدلی شي چې د هغه په ګومان د هغه عمر به زیات وي. عمل کوونکي دغه وخت د بل تن د عمر په معلومولو کې له بې پروایۍ کار اخیستی دی.

 

د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمینځ ځوانان

  که یو مور، پلار یا بل تن چې د یو داسې تن سرپرستي په غاړه لري چې عمر یې ۱۵-۱۷ کاله وي هغه په جنسي عملونو کولو مجبور کړي، نو دا ماشومانو سره جنسي جرم حسابېږي. د قانون له مخې، یو تن چې په دې وضعیت کې وي هیڅکله په رضامندۍ برخه نشي اخیستلی. خو، د ۱۵-۱۷ ترمینځ کلونو ځوانان نورو کسانو سره په رضامندۍ سیکس کولی شي.

 

Välkommen till Brottsoffermyndigheten

Brottsoffermyndighetens övergripande mål är att främja brottsoffers rättigheter samt att uppmärksamma deras behov och intressen.

Jag vill svara på enkäten
Lämna sidan direkt Dölj ditt besök